زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/09 - 13:36:3 FA | AR | PS | EN
ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود             دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی             دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه            

تاريخ النشر: 2024/12/08 - 04:09:2
زيارة: 206
مشاركة مع الـأصدقاء

سوريه کې د ياغيانو د مخکې تګ چټکې هڅې
 سوريه کې د ياغيانو د مخکې تګ چټکې هڅې

انصار (قوس ۱۸ مه)، د سوریې یاغیان چې مشري یې یوه افراطي ملېشه ډله کوي، مرکزي ښار حمص ته ننوتلي او د پلازمېنې دمشق پر لوري د مخکې تګ په حال کې دي.

د سوریې د رژیم ملاتړي روسیه او ایران هڅه کوي، چې د سوریې د مستبد ولسمشر بشارالاسد رژیم او په سوریه کې خپلې شتمنۍ خوندي وساتي.

حمص د پلازمېنې دمشق او د سوریې د ساحلي ولایتونو ترمنځ پروت دی او د سوریې مشرتابه ته، له همدغو ساحلي ولایتونو ملاتړ برابرېده.

د هیئت تحریر شام په نوم د یاغیانو د ډلې مشر ابو محمد الجولاني پرون ناوخته ویلي، چې جګړه مار یې د حمص ښار د ازادۍ په وروستیو شېبو کې دي.

د دغه ښار د اوسېدونکو شمېر ۷۷۵۰۰۰ ته رسېږي.

د امریکا متحدایالتونه، بریتانیا، کاناډا او اروپايي ټولنه هیئت تحریر شام ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د یاغیانو قوماندان حسن عبدالغني نن سهار ویلي، چې د دوی وسله والو د سوریې مرکزي ښار حمص په بشپړ ډول ازاد کړی دی.

عبدالغني زیاته کړې، چې د دوی وسله وال حمص ته له داخلېدو وروسته څه باندې ۳۵۰۰ بندیان له مرکزي زندانه خوشې کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس په لیکنه، دغه یاغیان توانېدلي چې تېره اوونۍ پر حلب ښار ولکه ټینګه کړي چې ورپسې یې پر درعا، حماة او سُّوَيْدَاء هم ولکه ټینګه کړه.

اسوشېټېډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سوریې یاغیانو خپل ناڅاپي پوځي عملیات چټک کړي او د ولسمشر بشارالاسد د ځای ځایګي په باب معلومات نه شته.

د سوریې حکومت د فشارونو په نتیجه کې اړ شو هغه اوازې چې ګواکې اسد له سوریې تښتېدلی، رد کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ته ویلي، چې واشنګټن په سوریه کې روان وضعیت په غور سره څاري.

ځايي اوسېدونکو ویلي، سره له دې چې پلازمېنه دمشق هم د سقوط په حال کې ښکاري، خو لا هم د سوریې امینتي ځواکونه پر سړکونو او کوڅو ښکاري او دکانونه له خوراکي موادو تش شوي دي.

په سوریه کې روانو چټکو تحولاتو ټولې سیمې ته ټکان ورکړی او لبنان له سوریې سره د خپلو سرحدي دروازو د تړلو خبر ورکړی، خو یوازې هغه دروازه یې پرانیستې پرېښې چې د لبنان پلازمېنه بیروت د سوریې له پلازمېنې دمشق سره تړي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34730






*
*

*



قرأ

حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه کوي